کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ، حیدر آباد او بېنګلور د ډهلي لوبډله له ماتې سره مخ کړه

ممبۍ، حیدر آباد او بېنګلور د ډهلي لوبډله له ماتې سره مخ کړه

د آی پي اېل لیګ په وروستیو لوبو کې ممبۍ انډینز د سنرایزر حیدر آباد او رایل چیلنجر بېنګلور د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو حیدر آباد ته د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې ایشان کیشن ۸۴ او سوریا کمار یادیو ۸۲ زیاتې منډې وکړې. د حیدر آباد لخوا جیسن هولډر ۴، راشد خان او ابیشک شرما ۲-۲ او عمران ملک ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

حیدر آباد د یاد هدف په تعقیب ۱۹۳ منډې جوړې کړې او په ۴۲ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې یې منیش پانډیا ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ممبۍ لپاره جسپریټ بومرا، کولتر نېل او جیمس نېشام دوه-دوه، چاولا او بولټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بل لوري ته ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو بېنګلور ته ۱۶۵ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې پریتي شاو ۴۸ او شکر دهوان ۴۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بېنګلور لپاره محمد سراج دوه، هرشل پټیل او دن کریستن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بېنګلور یاد هدف د لوبې په وروستي توپ د دریو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، چې سریکار بهارت ۷۸ او ګلین میکسویل ۵۲ منډې جوړې کړې. د ډهلي له لورې انریچ نورتجي دوه او اکشر پټیل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …