کورپاڼه / خبرونه / انډریو فلاور د افغانستان ملي لوبډلې سلاکار روزونکی شو

انډریو فلاور د افغانستان ملي لوبډلې سلاکار روزونکی شو

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او ټیسټ کرکټر انډریو فلاور د نړیوال شل اوریز جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي د سلاکار روزونکې په وټاکل شو.

د کرکټ د راپور پر اساس ویل کېږي، انډریو فلاور د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره د خپل وخت غوره لوبغاړی او روزنکی تمام شوی دی، فلاور د زمبابوې لپاره ۶۳ ټېست، ۲۱۳ یو ورځنۍ نړیوالې او ۲۱ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي چې تر ډېره یی زمبابوې ته د لوبو په ګټلو کې مهم رول لوبولی دی.

کرکټ زیاته کړې:((انډریو فلاور د ۲۰۰۹ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۱۴ زیږدیز کال پورې د انګلستان لوبډلې سره هم د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده او د یاد هېواد په بریاوو کې یی هم مهمه ونډه اخیستې ده.))

راپور دغه راز وایي:((نوموړي د نړۍ په مشهورو تجارتي لیګونو لکه ای پي ایل، پي سي ایل، سي پي ایل، ټي ټین او داسې نورو هغو کې هم د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده.))

کرکټ بورډ پخپله اعلامیه کې ویلي دي، وېکټ ساتونکي انډریو فلاور په چپ لاس توپوهنه او همدا راز په ښي لاس یی اف برېک ورو توپ اچونه کوله.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …