کورپاڼه / جالب / د ترکیې یو اوسیدونکي د اوږدې پوزې په لرلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی

د ترکیې یو اوسیدونکي د اوږدې پوزې په لرلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی

د ترکیې یو اوسیدونکي د اوږدې پوزې په لرلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی او د هغه دا ریکارډ د ګنیز نړیوالو ریکارډونه په کتاب کې ثبت شوی دی.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې دغه شخص یو اویا کاله عمر او نوم یې محمد اوزیوریک دی. نوموړي په نړۍ کې د اوږدې پوزې لرلو سره ریکارډ کړی او د پوزې اوږدوالی یې ۳.۵ انچ ته رسېږي.

راپور زیاتوي چې محمد اوزیوریک د ترټولو اوږدې پوزې لرلو ریکارډ یوولس کاله وړاندې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال هم جوړ کړی و.

اوسمهال د اوزیوریک د پوزې د اوږدوالي اندازه د ایټالیې په یوه تلویزونې خپرونه کې وشوه او څو ورځې وړاندې د ګنیز ریکارډونو ادارې د هغه پوزه یو ځل بیا اندازه کړه.

د ګنیز ریکارډو له ادارې له لورې هم دا خبر منل شوی او ویلي دي چې تر اوسه پورې د ترټولو اوږدې پوزې لرلو ریکارډ له محمد اوزیوریک سره دی.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …