کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ اداکاران د خپلو اولادونو په اړه څه وایي

د بالیووډ اداکاران د خپلو اولادونو په اړه څه وایي

په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو دا راپور خپور شو، چې د هند نشه یې توکو سره د مبارزې ادارې د هندي سینما د اداکار شاه رخ خان زوی آریان زوی نېولی دی. دا خبر ډېر ژر پر ټولنیزو رسنیو خپور شو؛ نو راځئ وګورو چې نور اداکاران د خپلو ماشومانو په اړه څه وایي.

شاه رخ خان د خپل زوی په اړه څه وایي؟ شاه رخ خان په دې وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یوه ورځ مې آریان خان ته وویل زما څنګ ته راشه او کېنه، خو هغه لاړ. یوه ورځ ما حس کړه چې ښایي زه یو ښه پلار نه یم.

ما خپلو ماشومانو ته مینه نه ده ورکړې او په فلمونو کې دومره بوخت وم چې خپلو اولادونو ته مې وخت ورنشو کړای. زه له هغې ورځې وېرېږي چې هغه به یوه ورځ له یوې انجلۍ سره راځي او وایي به چې زه لاړم او موږ به پرېږدي.

کاجل اجی دیوګن: کاجل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې لور یې اوس د شپاړس کلونو ده او هندي رسنۍ باید په دې اړه خبرې ونه کړي، هغه اوس زده کړې کوي او د ازموینو لپاره چمتوالی نیسي.

اکشی کمار: اکشی کمار نه غواړي چې زوی یې بالیووډ ته راشي. نوموړی وایي چې زوی یې له ښوونځي راغی او په بایسکل د سمندر څنډې ته لاړ، ما ترې پوښتنه وکړه چې داسې دې ولې وکړل؟ هغه وویل زه ډېر اندیښمن یم، زده کړه کوم، فوټبال کوم، کراټه هم زده کوم، خو زه دا هر څه نشم کولی.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …