کورپاڼه / اسعار / ۱۷ میزان ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۷ میزان ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۰.۳۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۵۰ پوله کموالی راغلی او د (۱۷ میزان ۱۴۰۰ \ ۹ اکتوبر ۲۰۲۱) د شنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۸۹.۸۰ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۳ افغانۍ، پاونډ په ۱۲۰.۷۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۹۴.۳۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۳.۵۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۷۰.۴۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۳.۶۰ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۰.۲۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹.۹۰ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۳.۴۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۳.۹۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۸۵ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۲.۵۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۵ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۱۰.۳۰ افغانۍ، د چین ین په ۱۲.۵۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۵۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۰۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۰۰ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۱۹ میزان ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …