کورپاڼه / روغتيا / د ملټي ویټامینونو د خوراک غوره وخت کوم دی؟

د ملټي ویټامینونو د خوراک غوره وخت کوم دی؟

له ساینسي څېړنو څخه معلومه شوې چې ویټامینونه او منرالونه د انسان بدن لپاره بنسټیز توکي دي او خوړل یې د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په ورځني ډول د خوراکي توکو منرالونه او ویټامینونه د بدن لپاره کافي نه وي، نو ځکه د سپلیمڼټ په ډول یې استعمال اړین وي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په متوازنه توګه د ویټامینونو او منرالونو استعمال دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د بې شمېره ناروغیو، وایروسونو او موسمي ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي او د لا ګټور تمامېدو لپاره یې باید وخت وپېژندل شي.

ځینې ویټامین له خوراک وړاندې، ځینې له خوراک وروسته او ځینې په نهاره یاهم د خوراک پرمهال خوړل کېږي. دغه راز ځینې ویټامین ځانته وي او ځینې بیا د څو ویټامینونو څخه تیار شوي وي، چې ډېر ګټور تمامېږي.

د ملټي ویټامینونو یوه ګولۍ د بېل-بېل ویټامینو له خوړلو ډېر ګټور وي. په ملټي ویټامینو کې اړین منرالونه کلسیم، اوسپنه، فولیک اسید، ویټامین ای، د ویټامین بېلابېل ډولونه، ویټامین سي، ویټامین اي، ویټامین ډي او زنک موندل کېږي.

د ملټي ویټامین ښه وخت د غرمې د خوراک پرمهال دی، خو له خوراک وړاندې بیا دوه غړپه اوبو سره وخوړل شي او له خوراک دیرش دقیقې وروسته باید ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه چې د ملټي ویټامینو د هضم لپاره اوبه اړینې وي، خو ډېر استعمال یې زیانمن وي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …