کورپاڼه / جالب / سیلفي ستورې ګوریله د څوارلس کلونو په عمر مړه شوه

سیلفي ستورې ګوریله د څوارلس کلونو په عمر مړه شوه

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، هغه غرنۍ ګوریله، چې د سیلفي عکسونو ستورې هم ګڼل کېده، د څوارلسو کلونو په عمر له دې وکوچېده.

راپور زیاتوي، هغه ګوریله، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال یې د ځانګړي سټایل یا اندازه په سبب د سیلفي ستورې لقب وګاټه، له سختې ناروغۍ وروسته د څوارلس کلونو په عمر مړه شوه.

د راپور له مخې زیاته شوې ده، چې د سیلفي ستوري ګوریله د مړینې خبر د هغه پارک له لورې ورکړل شوی، چې د یادې ګوریله ساتنه به یې کوله.

د پارک ادارې له لورې په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې سیلفي ستورې ګوریلې د خپل ژوند وروستۍ ساه ګانې د هغې ساتونکې په لاسونو کې وې.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لورې ویل کېږي، چې ګوریله به ډېر خلک له یاده ونه باسي، په دې پوسټ تر اوسه پورې له ۳۳۰۰۰ ډېر غبرګونونه او په زرګونه تبصرې شوي دي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …