کورپاڼه / منظور پښتين: د پښتون وطن د جوړولو په هڅو کې يو جاپاني خپل سر وبايلو

منظور پښتين: د پښتون وطن د جوړولو په هڅو کې يو جاپاني خپل سر وبايلو

خپلواک وېبپاڼه (٤ دسمبر ٢٠١٩): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په جلال اباد کې د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا پر وژنه باندې خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې د پښتون وطن د جوړولو په هڅو کې يو جاپاني خپل سر وبايلو.

منظور پښتين چې په خپله فېسبوکپاڼه يې د ډاکټر ناکامورا د وژنې په تړاو پوسټ کړى دى، هغه په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((يو مېلمه و، چې ننګرهار يې وليدو نو دومره خوند يې ورکړو، چې عمر يې دلته تېروو، جاپان ته به تللو، هلته به يې چندې کولې او په هغو پېسو يې د پښتنو خاوره جوړوله او خلکو ته يې د کروندې کارونه سمول.))

دا هم ولولئ:

د ابادۍ اتل ډاکټر ناکامورا څوک و؟

د ډاکټر ناکامورا جسد دې افغانستان او جاپان په بېرغونو وپوښل شي

علي وزير: نړۍ او انسانيت به د ناکامورا خدمتونه ياد ساتي

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې يو ځل افغانستان ته راغى، بيا دلته و او نن وسلوالو ووژلو.

منظور پښتين مخکې ليکي: ((زموږ د پښتنو خاورې ته اکثر چې څوک راځي نو د جنګ لپاره راځي، خو ناکامورا د کروندې کارونو ته راغلى و، سرکونه، کانالونه او حتا چې جومات يې هم جوړ کړى و.))

نوموړى په خپلو خبرو کې زياتوي چې ناکامورا د پښتنو خاورې لپاره کار کولو او ژوند يې ورکړو. هغه وايي چې الله دې وکړي چې موږ د خپل وطن لپاره په اخلاص سره کار وکړو.

د ډاکټر ناکامورا وژنې افغانان ولړزول، چې د هغه پر وژنه يې سخت خپګان ښکاره کړ. همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر علي وزير هم د هغه په اړه په خپل يو ټويټ کې ليکلي و، چې د ډاکټر ناکامورا د ننګرهار لپاره کړي خدمتونه به ټوله نړۍ او ټول انسانيت ياد ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلين ميکسويل

اسټراليا په لوبه او لوبلړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا تر يوې زبردستې لوبې وروسته انګلستان ته په لوبه او لوبلړۍ کې ماتې ورکړه، …