کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د خوړو یا خوراکي عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپرول زیانمن تمامېږي

څېړنه: د خوړو یا خوراکي عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپرول زیانمن تمامېږي

په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر خلک د خوراکي توکو او خوړو عکسونه پورته کوي، خو اوس روغتیایي کارپوهانو دغه کړنه زیانمنه ګڼلې. د یوې نوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، چې پر ټولنیزو رسنیو د عکسونو پورته کول د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي.

څېړنه وایي، هغه کسان چې د خوراکي توکو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو پورته کوي، هغوی په لاشعوري توګه د لوږې ښکار ګرځي او د ډېر خورۍ عادت خپلوي، خو له دې وړاندې څېړنو ویلي ول چې پر ټولنیزو رسنیو د خوراکي شیانو عکسونه خپرول د خوړو خوند دوه برابره کوي.

څېړونکي وایي کله چې موږ پر ټولنیزو رسنیو د خوراکي توکو عکسونه خپروو، نو دماغ مو د خوراک اړوند په یوې نکتې متمرکز وي او هغه دا چې په لاشعوري توګه د خوراک خوشبو زموږ په دماغو کې راټولېږي.

خو اوس د پخوانیو څېړنو پر خلاف ویل شوي، چې د خوراکي توکو عکسونه او بیا یې پر ټولنیزو رسنیو پورته کول پر بدن ناوړه اغېزې کوي، د انسان اشتها ډېروي او معده د ډېر خوراک غوښتنه کوي.

څېړونکې زیاتوي، هغه کسان چې غواړي لږ خوراک وکړي، په ځانګړي توګه لویدیځ خوراکونه، نو دا ډول کسان دې له خوراک وړاندې له خوړو عکسونه نه اخلي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …