کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان: که زما کورنۍ په ستونزو کې وي نو سلمان خان به یې ترڅنګ ولاړ وي

شاه رخ خان: که زما کورنۍ په ستونزو کې وي نو سلمان خان به یې ترڅنګ ولاړ وي

د هندي سینما یا باليووډ فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان، په دې ستونزمن وخت یوه پخوانۍ ویډیو په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږی.

شاه رخ خان په دې ویډیو کې وايي، که چېرته پرې سخت وخت راځی، نو یوازې پر سلمان خان باور لري، چې مرسته به ورسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې شاه رخ خان او کورنۍ یې اوسمهال له یو سخت حالت څخه تېرېږي، ځکه د هغه زوی اریان نیول شوی دی او محکمې په ضمانت د خوشې کولو غوښتنه هم رد کړه.

دغه ویډیو، پر انستاګرام خپره شوې د (دس کا دم) د سلمان خان د خپرونې ده او شاه رخ او راني مکرجي پکې میلمانه وي او د یوې پوښتنې په ځواب کې شاه رخ خان وايي، چې که چېرته زه یا زما کورنۍ په مشکل کې وه، نو ته به ورسره مرسته کوي، چې په دې سره بیا سلمان خان ورنه غېږه چاپیروي.

لکه څنګه چې دغه ویډیو پخوانۍ خو د شاه رخ خبره رښتیا شوه، ځکه کله چې د هغه زوی ونېول شو، نو سلمان خان ترټولو وړاندې د شاه رخ خان کور ورغلی و او ډاډ یې ورکړ.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …