کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اېوریسټ لیګ په پایلوبه کې پوخارا رهینوس د شهزاد لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه

د اېوریسټ لیګ په پایلوبه کې پوخارا رهینوس د شهزاد لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه

د اېوریسټ لیګ د څلور پړاو په پایلوبه کې د پوخارا رهینوس لوبډلې د چیتوان ټایګرز لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.

د نیپال غوره لیګ (اېوریسټ سیالیو) په پایلوبه کې د پوخارا رهینوس او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره مخ شوې، چې چیتوان ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

پوخارا رهینوس لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د چیتوان ټایګرز لوبډلې د ۱۱۲ منډو آسانه هدف وټاکه، چې له ډلې ریچارډ لیوي ۲۶ او اسیلا ګونارتني ۳۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چیتوان لپاره افغان لوبغاړي کریم جنت په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز کمال ایري بیا غوره توپ اچونه وکړه او څلور ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې شهزاد تر دا مهاله د یاد لیګ ترټولو زیاتې ۱۹۶ منډې لري، نن ورځ به بیا توپ وهنې کوي او خپلې منډې به لوړوي.

دا هم ولولئ

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په …