کورپاڼه / روغتيا / د وینې د کمښت پوره کولو لپاره دا خوراکي توکي وخورئ

د وینې د کمښت پوره کولو لپاره دا خوراکي توکي وخورئ

نن سبا د غیر صحي خوړو په سبب ماشومان د وینې له کمښت سره مخ دي، که چېرته دا حالت دوام ولري نو ښایي په ډېرو خطرناکو ناروغیو اخته شي. د وینې د کمښت په صورت کې په وینه کې هیموګلوبین کمېږي او د بدن ټولو برخو ته اکسیجن نه رسېږي.

یعنې په بدن کې د وینې له کمښت څخه د ژغورنې لپاره اړینه ده چې د هیموګلوبینو سطحه برابره وساتل شي، ځکه که چېرته کمه شي نو د سختې ستړیا او کمزورۍ د اینمیا سبب هم کېږي. په دې اړه یو څه غذایي توکي درښیو چې له ستونزه مو حل کولی شي.

کشمش یا مویز: کشمش یوه ډېره ښه مېوه ده او په ډېره اندازه اوسپنه هم لري. کشمش په عموم کې د خوږو خوراکي توکو سره استعمالېږي او په مستو کې هم خوړل کېږي، خو د شکر ناروغان یې باید ډېر استعمال نه کړي.

انار: انار یوه داسې مېوه ده چې ډېرې زیاتې ګټې لري او هرڅوک یې خوښوي هم، دغه مېوه کولی چې د وینې هیموګلوبین ډېر کړي.

هندواڼه: هندواڼه نه یوازې د بدن اوبه پوره کوي، بلکې په اغېزمن ډول هیموګلوبین هم پوره کولی شي.

پالک: پالک هغه سبزي ده چې بدن ته پیاوړتیا ورکوي، دغه سبزي اوسپنه لري او استعمال یې وینه ډېروي.

خرما: خرما د بې وخته خوراک په مخنیوي کې هم مرسته کوي، خو ترڅنګ د وینې اوسپنه هم ډېروي خو د شکر ناروغان باید ورسره احتیاط وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …