کورپاڼه / روغتيا / یوه پیاله مستې وخورئ او ژوند مو جوړ کړئ

یوه پیاله مستې وخورئ او ژوند مو جوړ کړئ

مستې د الله تعالی له لورې یو له غوره نعمتونو څخه دي. په یوه پیاله مستو په دومره اندازه کلسیم وي چې د بدن ۴۹ سلنه اړتیا پوره کوي. دغه راز په همدې اندازه مستو کې ۳۸ سلنه فاسفورس هم وي چې د بدن او روغتیا ته ګټور وي.

مستې پخپل جوړښت کې ویټامین بي او ویټامین بي ۱۲ لري، چې د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي او ترڅنګ یې په دوه سوه ګرامه مستو کې دولس ګرامه پروټین هم وي او هغه کسان چې وزن کمول غواړي د هغوی لپاره اغېزمن تمامېږي.

د مستو په اړه ویل کېږي چې غذایي توکي یې د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لامل کېږي او له ناروغیو مخنیوی رامنځته کوي او که چېرته پر مخ ووهل شي نو نه یوازې پوستکی نرموي بلکې ځوان یې هم ساتي، نو له دیرش کلنۍ وروسته میرمنو ته پکار ده چې په اوونۍ کې دوه ځلې پرمخ مستې ووهي.

هغه کسان چې د کولون سرطان پر وړاندې مبارزه کوي د هغوی لپاره هم مستې له یو نعمت څخه کمې نه دي او د ناروغیو پر وړاندې په مقابله کې ورسره مرسته کوي.

دغه راز د قبض او خېټې ناروغیو لپاره خو له پېړیو راهیسې استعمالېږي او که چېرته د خېټې درد یا ګیس لرئ نو مستې استعمال کړئ او هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري ډاکتر ورته د مستو خوړلو لارښوونه کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …