کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د چیتوان ټایګرز (شهزاد او جنت) لوبډلې د ایوریسټ اتلولي وګټله

د چیتوان ټایګرز (شهزاد او جنت) لوبډلې د ایوریسټ اتلولي وګټله

د ایوریسټ سیالیو په پایله کې شهزاد ښه ونه ځلېده، خو د لیګ ترټولو زیاتې ۲۰۷ منډې شهزاد جوړې کړې او ترڅنګ یې کریم جنت په دې لیګ کې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې.

د نیپال غوره لیګ (اېوریسټ سیالیو) په پایلوبه کې د پوخارا رهینوس او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره مخ شوې، چې چیتوان ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

پوخارا رهینوس لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د چیتوان ټایګرز لوبډلې د ۱۱۲ منډو آسانه هدف وټاکه، چې له ډلې ریچارډ لیوي ۲۶ او اسیلا ګونارتني ۳۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چیتوان لپاره افغان لوبغاړي کریم جنت په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز کمال ایري بیا غوره توپ اچونه وکړه او څلور ویکټې ترلاسه کړې.

د چیتوان ټایګرز لوبډلې یاد هدف په ۱۵.۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د اېوریسټ سیالیو څلورم پړاو اتلولي یې خپله کړه. د چیتوان لخوا بهیم شارکي ۶۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د پوخارا لپاره کیشوري مهاتو څلور لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …