کورپاڼه / کرکټ / رحمن الله ګربز: لکه څنګه چې یوه توره د تېره کولو لپاره تیږي ته اړتیا لري، دغه ډول ذهن هم کتابونه ته اړتیا لري

رحمن الله ګربز: لکه څنګه چې یوه توره د تېره کولو لپاره تیږي ته اړتیا لري، دغه ډول ذهن هم کتابونه ته اړتیا لري

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان ویکټ ساتونکي ویلي، لکه څنګه چې یوه توره د تېره کولو لپاره تیږي ته اړتیا لري، دغه ډول ذهن هم کتابونه ته اړتیا لري.

نوموړی اوسمهال په عربي اماراتو کې د کرنتین شپې او ورځې تېروي، لکه څنګه چې د کرنتین شپې او ورځې سمې د عذاب ورځ وي، نو ګربز په دې ورځو کې د ځان لپاره ملګری پیدا کړی.

د رحمن الله ګربز نن څلورمه ورځ ده، چې کرنتین دی او داسې ښکاري چې هغه په دې موده کې د ساتېري لپاره کتاب ولولي او په دې سره نوموړی دوه ګټې کوي، یو دا چې ذهن به پراخه وي او بل دا چې وخت به یې لنډېږي.

د هغه له عکس څخه داسې ښکاري، چې هغه د ځان جوړونې او شخصیت جوړونې په اړه مطالعه کوي او غواړي چې له کرکټ پرته هم پر خلکو خپل شخصیت اغېزمن ثابت کړي.

د یادولو وړ ده، چې رحمن الله ګربز څو ورځې وړاندې د نیپال له غوره لیګ څخه متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته اوس د کرنتین شپږ ورځې تېروي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …