کورپاڼه / کرکټ / پاکستان کرکټ بورډ له دریو بدلونونو وروسته څلورم بدلون ته هم اړ شو

پاکستان کرکټ بورډ له دریو بدلونونو وروسته څلورم بدلون ته هم اړ شو

د پاکستان کرکټ غوراوي کمېټې تېره ورځ د نړیوال جام لپاره خپله وروستۍ لوبډله اعلان کړ، چې په هغې کې یې درې بدلونونه راوستي ول او له زوړ سکواډ څخه یې دوه تنه لوبغاړي بېرته له لوبډلې کېنول.

خو اوس د پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د دوی یو بل لوبغاړی صهیب مقصود به هم په نړیوال جام کې د لوبډلې برخه نه وي او لامل یې د هغه د ملا ټپ ښودلی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي، چې صهیب مقصود یې په کورني کرکټ (د شل اوریزو ملي جام) کې د ملا سخت درد درلود او ډاکتر ورته د آرام مشوره ورکړې ده.

که څه هم تر اوسه پورې د نوموړي ځایناستی نه دی اعلان شوی، خو پر ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان کرکټ مینوال د شعیب ملک د راتګ غوښتنه کوي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان تېره د شل اوریز نړیوال جام په لوبډله کې سرفراز احمد، حیدر علي او فخر زمان بیرته لوبډلې ته راستانه کړل او محمد حسنین او اعظم خان یې له لوبډلې کېنول.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …