کورپاڼه / کرکټ / انګلستاني لوبغاړي د ټیم پېن څرګندونو غوسه کړي او هغه یې بد اخلاقه ګڼلی

انګلستاني لوبغاړي د ټیم پېن څرګندونو غوسه کړي او هغه یې بد اخلاقه ګڼلی

انګلستاني لوبغاړي د ټیم پېن څرګندونو غوسه کړي او هغه یې یو بد اخلاقه او سپک انسان یاد کړی او سخت غبرګونونه یې ښودلي دي.

ټیم پېن جیسن ته، چې هغه استرالیا ته په تګ نا راضه و، په خطاب کې ویلي ول، که روټ راځي او یا نه راځي، خو د ایشیز لوبلړۍ حتمي ده او ضرور به ترسره کېږي.

ټیم پېن که څه هم په لوبو کې دومره ښه ریکارډ نلري، خو پر ټولنیزو رسنیو کې بیا ډېر فعال وي او وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي، چې بیا له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

اوس د انګلستان یو شمېر لوبغاړو د هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې یو بد اخلاقه انسان ګڼلی. د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي راب کي ویلي، ټیم پېن باید خپل حد وپيژني او داسې بې کاره خبرې دې نه کوي.

نوموړي هغه یو بد اخلاقه انسان ګڼلی او ورته یې ویلي چې نور دې داسې خبرې نه کوي. دغه راز د انګلستان پخواني بل لوبغاړي نصیر حسین هم ټیم پېن بد چلنده ګڼلی او هغه یې په بې احترامۍ تورن کړی.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …