کورپاڼه / خپلواک / د قطر لس اوريزه ليګ کې ٦ افغان لوبغاړي لوبېږي
محمد شهزاد، افتاب عالم او کريم صادق

د قطر لس اوريزه ليګ کې ٦ افغان لوبغاړي لوبېږي

خپلواک وېبپاڼه (٤ دسمبر ٢٠١٩): د دوبۍ د لس اوريزه ليګ تر ٣ بريالي پړاوونو وروسته په قطر کې هم لس اوريزه ليګ پيلېږي، چې د دغه ليګ لومړى پړاو به د دسمبر په ٧مه نېټه پيل او د دسمبر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه ليګ ته چې د ډېرو هېوادونو لوبغاړي ورته اخيستل شوي دي ٦ افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي، چې په بېلا بېلو لوبډلو کې به ولوبېږي.

د قطر لس اوريزه ليګ د قطر کرکټ ايسوسيشن له لوري پر لاره اچول شوى دى او هدف يې دا دى چې په دغه سيمه کې کرکټ ته وده ورکړي.

په قطر لس اوريزه ليګ کې ٦ لوبډلې شاملې دي، چې ټولې به ١٦ لوبې پکې ترسره شي. همدا راز هرې لوبډلې ١-١ ايکن لوبغاړى اخيستى، ٣-٣ يې نړيوال او ٣-٣ يې د دويمه درجه لوبډلو لوبغاړي اخيستي دي او همدا راز ٨-٨ يې بيا د قطر خپل لوبغاړي په لوبډلو کې شامل کړي دي.

د دغه ليګ د شپږ لوبډلو نومونه پيرل ګليډيټرز، هيټ سټورمرز، سويفټ ګالوفرز، فالکون هنټرز، فلاينګ اوريکس او ډيزرټ رايډرز دي او همدا راز افتاب عالم، افسر ځاځى، عادل خان، کريم صادق، محمد شهزاد او کريم صادق به له بېلا بېلو لوبډلو سره ولوبېږي.

د قطر لس اوريزه ليګ کې به هره ورځ دوه سيالۍ ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به په شپږ نيمې بجې او دويمه لوبه به په نهه بجې په ځايي وخت ترسره کېږي.

د لوبډلو سکواډونه:

فالکون هنټرز:

هاشم املا (ساوت افريقا)، جانسن چارلس (ويسټ انډيز)، سلمان بټ (پاکستان)، عماد بټ (پاکستان)، سعد بن ظفر (کاناډا)، عاقب علي (عمان)، فياض بټ (عمان)، ټام ابيل (انګلستان) او د قطر لوبغاړو کې بيا اقبال حسېن چودري، محمد رضوان، کامران خان، تېمور سجاد، مراد خان، ارشاد عمر، نواف پولانګډم او حسېن خان شامل دي.

فلاينګ اوريکس:

انډريو فليټچر (ويسټ انډيز)، حسېن طلعت (پاکستان)، کريشمار سنتوکي (ويسټ انډيز)، کينار ليوس (ويسټ انډيز)، افتاب عالم (افغانستان)، سومپال کامي (نيپال)، عبدالشکور (متحده عربي امارات)، امجد ګل (متحده عربي امارات)، همنديپ سينګ (کاناډا)، بلاول اقبال (پاکستان) او د قطر لوبغاړو کې نعمان سرور، مصور خان، اصف راجا، عمران اشرف، جېسوم خان او بلال بټ شامل دي.

پيرل ګليډيټرز:

محمد عرفان (پاکستان)، محمد سميع (پاکستان)، اجېنتا مېنډس (سريلانکا)، شرجيل خان (پاکستان)، ملينډا پشپاکمارا (سريلانکا)، افسر ځاځى (افغانستان)، عادل خان (افغانستان)، کريم صادق (افغانستان) او د قطر لوبغاړو کې فېصل خان، خرم شهزاد، محمد نفيس، قلندر خان او ثقلېن ارشد شامل دي.

هيټ سټورمرز:

منپريت سينګ ګوني (هند)، محمد شهزاد (افغانستان)، نعيم اسلام (بنګله دېش)، محمد عرفان (پاکستان)، روهيت کمار پاوډيل (نيپال)، سکاټ ايډوارډز (نيدرلېنډز)، سکندر رضا (زمباپوې)، صفيان محمود (عمان) او د قطر لوبغاړو کې اوېس احمد، راجا امير، انډري بيرينګر، دهارمنګ پټيل، عمراز رفيع، طلال احمد او افسرالله خان شامل دي.

سويفټ ګالوفرز:

عمران نظير (پاکستان)، شفيق الله شفق (افغانستان)، لوکي رايټ (انګلستان)، ډانزا هيات (ويسټ انډيز)، انش ټانډون (متحده عربي امارات)، چراغ سوري (متحده عربي امارات)، رانيندر سينګ (هند)، ريچمونډ موتومبامي (زمبابوې) او د قطر لوبغاړو کې ظهير الدين، انعام الحق، صادق اېن اېم، زېن الدين، ګيان ويمالشانتا او جهانزېب ارشد شامل دي.

ډيزرټ رايډرز:

سهېل تنوير (پاکستان)، خرم منظور (پاکستان)، امجد خاان (متحده عربي امارات)، بهوپيندر سينګ (کاناډا)، سي پي رضوان (متحده عربي امارات)، اوشاني تهامس (ويسټ انډيز)، کيتهوروان (سريلانکا)، شهادت حسېن (بنګله دېش) او د قطر لوبغاړو کې اويس ملک، محمد تنوير، مجيب خان، محمد اکرام، همانشو راتوړ او امال ملينډو لياناګي شامل دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …