کورپاڼه / جالب / د نقاشۍ دغه کوچنی پلیټ په ۱.۷ میلونه ډالر لیلام شو

د نقاشۍ دغه کوچنی پلیټ په ۱.۷ میلونه ډالر لیلام شو

له خاورې یا خټې څخه جوړ شوي دې پلیټ کې له ښکلې نقاشۍ پرته کوم بل څه ځانګړي نشته، خو بیاهم تېره ورځ په ۱.۷ میلونه ډالر لیلام شو.

راپورونه وایي، د سکاټلېنډ ترټولو پخوانۍ لیلام خونې (لیون اینډ ټرنبل) له یو پخواني کلي (لوووډ هاوس) څخه تېر کال ځینې شیان د معاینې لپاره ترلاسه کړل، چې په هغې یو خاورین پلیټ هم شامل و.

په دې پلیټ یو ښکلی تصویر جوړ شوی و، چې په څرګند ډول د کوم هنرمند هنري آثار ښکاري. دا پلیټ د یاد ځای په یو دراز کې ایښودل شوی و، چې ښایي دوه سوه کاله وړاندې به بند شوی وي.

کله چې دغه پلیټ وڅېړل شو، نو معلومه شوه چې دا یو عادي پلیټ نه دی، بلکې دا د مشهور ایټالوي رسام نکولا ډا اربینو شاهکار دی. د ماییولیکا په نوم دا پلیټ له جوړولو وروسته قلعي کېږي او ځلا پیدا کوي.

د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ هنرمند اربینو دا ځانګړتیا لرله چې د انجیل کیسې به یې د تصویر په بڼه بیانولې او له ماییولیکا څخه به یې کینوس جوړواه او دا هنري اثار د ۱۵۲۰ او ۱۵۲۳ ترمنځ جوړ شوی و.

په دې پلیټ د انجیل یو کیسه (سیمسن اینډ ډیلایلا) منظر نقش شوی او ډیلایلا د ویښتانو کمولو پرمهال لېدل کېږي او دغه پلیټ د یو نامعلوم مینوال لخوا په ۱.۷ میلونه ډالر شاوخوا واخیستل شو.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …