کورپاڼه / جالب / د بوجي په نوم دغه سپی د سفر سخت لېواله دی، په هر بس او اورګاډي کې سفر کوي

د بوجي په نوم دغه سپی د سفر سخت لېواله دی، په هر بس او اورګاډي کې سفر کوي

څو ورځې وړاندې له اروپا څخه اسیا ته له مسافرو ډکه کښتۍ روانه وه، په دې کې یو داسې سپی هم و چې په ډېر ارام یې سفر کاوه. په دې کې د بوجي په نوم یو کوڅه ډب سپی هم و، چې هره ورځ په کوم بس، کښتۍ او اورګاډي سفر کوي او تر دیرش کیلو میتره واټن وهي.

ددغه طلایي رنګ سپي په غاړه کې یو مایکروچیپ پروت دی، چې له ریکارډ یې داسې معلومېږي چې د سفر سخت شوقي دی او په یوه ورځ کې یې ۲۹ میټرو مرکزونه کې ښکته شوی او په سمندري کښتیو کې هم لېدل شوی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې دوه میاشتې وړاندې د بوجي په نوم سپی خلکو لېدلی دی. د میټرو یو کارمند ایلن ایرول ویلي دي، هغه پوهېږي چې سپی چېرته تګ غواړي او چېرته کوزېږي.

کله چې د کارپوهانو له لورې د سپي ډیټا ولېدل شوه، نو معلومه شوه چې هغه د استنبول په تاریخي ټرام کې د سفر لېواله دی او ډېر ځلې هلته لېدل شوی. دغه راز په حیرانوونکې توګه ترافیکي اصول هم مراعتوي. بوجي په ډېر آرام سره د اورګاډي درېدو ته انتظار کوي او کله چې څه خنډ نه و نو مخکې ځي.

دغه سپی ډېر په آرامه سره په میټرو کې کیني او خلک یې په لېدو د خوښۍ احساس کوي. د ترکیې اوسیدونکې د سپیو او پېشوګانو د ساتلو مینه لري او همدا لامل دی چې پر ټولنیزو رسنیو عکسونه پورته کوي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …