کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نمیبیا د سکاټلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نمیبیا د سکاټلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د نمیبیا او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه په شل اوریزه لوبه کې د نمیبیا لوبډلې بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ کې ترسره شوه، نمیبیا د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونه پرېکړه وکړه.

سکاټلېنډ په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې ریچي برینګټن ۶۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د نمیبیا لپاره روبن ترمپلمن، ډیوید ویسي او جان فریلینک دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د نمیبیا کرکټ لوبډلې د ۱۳۸ منډو هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د سکاټلېنډ لوبډلې ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

د نمیبیا لپاره کریګ ویلیمس ۵۰ او سټیفان بارډ ۳۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د سکاټلېنډ لخوا بیا مارک واټ ښه توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې. د لوبې غوره لوبغاړی کریګ ویلیمس وټاکل شو.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …