کورپاڼه / جالب / د نړۍ د ټیټ قدي او لوړ قدي باډي بلډر ریکارډ+ویډیو

د نړۍ د ټیټ قدي او لوړ قدي باډي بلډر ریکارډ+ویډیو

د ګنیز نړیوالو ریکارډونو ادارې د هالېنډ اوسیدونکی، چې په ډچ جاینټ مشهور دی، د نړۍ ترټولو اوږد قدی باډي بیلډر او د هندوستان اوسیدونکی پرتیک وټل موهیت د نړۍ ټیټ قدی باډي بیلډر وګڼل شو.

د یادولو وړ ده چې ډچ جاینټ د ۷ فوټه او ۱.۹ انچ قد په لرلو د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو د (شوقي او په سیالیو کې د برخه نه اخیستونکي باډي بیلډر) د کتګورۍ لاندې دا ویاړ ورکړ، ځکه هغه د فټنس ټرینر دی او فلمونو کې هم کار کوي.

نوموړی له باډي بیلډینګ سره ډېره مینه لري، هغه تر اوسه په هیڅ سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې او د (بلیک ویډو) له فلم څخه یې د اداکارۍ پیل کړی. دغه راز ډېر ژر به د (دی کنګز مین) فلم کې هم راڅرګند شي.

بل لوري ته هندوستانی پرتیک وټل موهیت یوازې ۳ فوټه او ۴ انچ قد لري، خو یو مسلکي باډي بیلډر دی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بدن د ښکلا په سیالیو کې برخه اخلي، نوموړی په مورزادي ډول ټیټ قدی دی.

موهیت د بدن کمښت د باډي بیلډینګ په مرسته پوره کړی او د یو مسلکي باډي بیلډر په توګه ځانګړی مقام خپل کړی. نوموړی وایي چې اوس غواړي په یوه دقیقه کې د ډېرو سینه کشیو ریکارډ جوړ کړي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …