کورپاڼه / روغتيا / ولې له خوب کولو وړاندې ورزش زیانمن وي؟

ولې له خوب کولو وړاندې ورزش زیانمن وي؟

د کاناډا ساینسپوهانو موندلې ده، هغه کسان چې له خوب دوه ساعته وړاندې ورزش کوي، هغوی نه یوازې په ځنډ وېده کېږي بلکې خوب یې هم اغېزمن کېږي.

هغه کسان چې له خوب دوه یا له دوو ساعتونو ډېر ورزش کوي هغوی ښه خوب کوي، خو که چېرته له ورزش دوه ساعته وروسته خوب کوي نو یوازې هغوی په ځنډ سره وېده کېږي، بلکې خوب یې هم اغېزمن کېږي.

ددې څېړنې مطلب دادی، که چېرته تاسې غواړئ چې د ورزش ښه ګټه ترلاسه کړئ نو له خوب دوه ساعته وړاندې هغه پوره کړئ.

له دې څېړنې وروسته څېړونکو خبرداری ورکړی، که چېرته تاسې ورزش کوئ هغه که باډي بیلډینګ وي یا بل هر ډول ورزش نو باید له خوب کولو دوه ساعته وړاندې بشپړ شي.

له دې پرته څېړونکې لارښوونه کوي چې له خوب وړاندې د سخت ورزش کول ښه نه وي، ځکه چې دا ډول کړنه پر خوب ناوړه اغېزې کوي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …