کورپاڼه / کرکټ / محمد رضوان: له هند سره به لکه د نورو لوبډلو په څېر عادي لوبه وکړو

محمد رضوان: له هند سره به لکه د نورو لوبډلو په څېر عادي لوبه وکړو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی محمد رضوان ویلي دي، چې په نړیوال جام کې به له هند سره لکه د نورو عادي لوبه وکړي، که چېرته دې لوبې ته ډېر فکر کوي نو دا به ښې پایلې ونلري.

نوموړي په یو انلاین خبري کانفراس کې ویلي، لوبه چې له هر چا سره وي یو ډول فشار لري، د هند خلاف لوبه د معمول په څېر اخلو او هغسې لوبه به کوو لکه د نورو لوبډلو پر وړاندې چې یې ترسره کوو.

نوموړي ویلي چې د هند پر وړاندې پر وړاندې د لوبې په اړه یې پر ټولنیزو رسنیو کې ډېر بحثونه کېږي او دوی دغه لوبه د عادي لوبو په څېر کوي.

هغه زیاته کړې، لوبه که کلب لپاره ترسره کېږي یا ملي لوبډلې لپاره، موخه به یې دا وي چې بابد ښه ترسره شي. هغه د اماراتو ویشتنځایونو ته په اشاره ویلي چې هلته اوس د نړۍ هره لوبډله او لوبغاړی ښه کوي او موږ هم باید ښه لوبه وکړو.

د یادولو وړ ده چې دواړو لوبډلو ترمنځ لوبې ته ډېر خلک په تمه دي او د پاکستان د یوه بانک مشر خو د یاد هېواد کرکټ بورډ ته دا هم ویلي، که لوبه وګټي نو هغه به سپین چیک ورکوي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …