کورپاڼه / کرکټ / سریکر بهارت: کوهلي تل ځوان لوبغاړي هڅوي او د نوو لوبغاړو په څېر سخته خواري کوي

سریکر بهارت: کوهلي تل ځوان لوبغاړي هڅوي او د نوو لوبغاړو په څېر سخته خواري کوي

د رایل چیلنجر بېنګلور لوبډلې توپ وهونکی سریکر بهارت د آی پي اېل لیګ وروستۍ لوبغاړی غوره لوبغاړی و. نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

نوموړي له لوبې وروسته د خپل لوبډلمشر ویرات کوهلي په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی یو دوستانه لوبډلمشر دی او که چېرته سږ کال اتلولي خپله کړي نو دا به داسې مثال ولري، لکه په کیک چې چاړه ایښي وي.

بهارت د اتلولۍ خپله د ویرات کوهلي لپاره ډالۍ ګڼي، ځکه هغه به له سږني پړاو وروسته لوبډلمشر نه وي او د یو لوبغاړي په توګه به ورسره لوبېږي.

سریکر بهارت له یو خبري کانفرانس سره په خبرو کې ویلي، که چېرته سږ کال بېنګلور اتلولي ګټي نو د کوهلي لپاره به لکه پر کیک د چاړې مثال لري او که مانه پوښتنه وشي چې کوهلي سره په لوبېدو څه احساس کوې، نو زما ځواب به بالکل مثبت وي.

هغه دغه راز ویلي، کوهلي ځوانان هڅوي او پخپله لکه د نوو لوبغاړو په څېر خواري کوي. هغه تل خپلو ملګرو ته لارښوونه کوي او د خوښۍ احساس کوي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …