کورپاڼه / جالب / اشرف نایب یو ځل بیا د نړیوال جام کپ جوړ کړی

اشرف نایب یو ځل بیا د نړیوال جام کپ جوړ کړی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو مینوال اشرف نایب د راتلونکې نړیوال شل اوریز جام کپ جوړ کړی. نوموړي له دې وړاندې د تېر نړیوال جام کپ هم له وښو څخه جوړ کړی و.

اشرف نایب چې پر ټولنیزو رسنیو کې فعال وي، یو ډېر هنرمند انسان دی، نوموړي لکه د تېر په څېر د ملي لوبډلې د هڅې لپاره د نړیوال جام کپ جوړ کړی او په دې ډول یې لوبغاړو ته د جام ګټلو هیله ورکړې.

نوموړي دا ځل دغه کپ له سمنټو څخه جوړ کړی او ترڅنګ یې پر فیسبوکپاڼه د کرکټ له نړیوال شورا غوښتنه کړې چې موږ ته وخت راکړې، موږ مخکې ځو.

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د هند په کوربتوب په عمان او متحده عربي اماراتو کې په دوو پړاوونو کې ترسره شي.

افغان لوبډله هم په یاد جام کې د ګډون په موخه قطر ته تللې ده او له هغې ځایه به دوبۍ ته لاړه شي او په نړیوال جام کې به خپله لومړنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …