کورپاڼه / روغتيا / آیا د څرمښکۍ په چیچلو سره انسان ته ضرر رسېږي؟

آیا د څرمښکۍ په چیچلو سره انسان ته ضرر رسېږي؟

څرمښکۍ د څښېدونکې حیواناتو له جملې څخه هغه حیوان دی چې ډېر شمېر خلک ترې وېرېږي، خو پوښتنه داده چې آیا د څرمښکۍ په چیچلو سره انسان ته ضرر رسېږي؟

په دې اړه د ځنګلي حیواناتو پېژندونکي، چې هغوی په بې شمېره څرمښکو څېړنې کړي او د ضرر رسولو او نه رسولو په اړه یې کافي معلومات لري، کورنۍ څرمښکۍ بې ضرر ګڼي.

د حیواناتو پېژندونکي وایي، که چېرته چرمښکۍ کوم څوک وچیچي نو زیان نه ورته رسوي او نه زهرجنه وي، خو د خوراک او څښاک له شیانو باید لېرې وي، ځکه بدن یې زهرجن وي چې بیا زموږ لپاره زیانمن تمامېږي.

چرمښکۍ د ځان ساتنې لپاره له خورا ښه چل، ول څخه کار اخلي او هغه دا، کله چې پر څرمښکۍ حمله وشي نو خپله لکۍ پرې کوي او په دې ډول ځان خوندي ساتي.

ددې لپاره چې په کور کې مو څرمښکۍ نه وي، نو اړین ده چې کور مو باید پاک او ستره وي، ځکه چې د څرمښکۍ خوراک حشرې وي نو که چېرته له کور څخه حشرې ورکې کړو، نو څرمښکۍ خپله ورکېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …