کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا په دویم شل اوریزه کې هم عمان ته ماتې ورکړه

سریلانکا په دویم شل اوریزه کې هم عمان ته ماتې ورکړه

د عمان او سریلانکا ترمنځ د دوو شل اوریزو لوبو په دویمه لوبه کې هم سریلانکا لوبډلې په ۵ ویکټو بریا ترلاسه کړه او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

دغه لوبه د عمان الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه سریلانکا لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. عمان په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د عمان لپاره په توپ وهنه کې عاقب الیاس ۵۹ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. د سریلانکا لخوا لهیرو کمارا او چمیکا کرونارتني ښه توپ اچونه وکړه او دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړه.

سریلانکا لوبډلې وشو کړای چې یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷.۳ اورونو کې ترلاسه کړي او کوربه عمان ته په پنځو ماتې ورکړي او لوبلړۍ پخپل نوم کړي.

د سریلانکا لپاره اویشکا فرنیندو ۳۳، بهنوکا راجافکسا او چمیکا کرونارتني ۳۵-۳۵ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. دغه راز عمان لپاره محمد ندیم ښه توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …