کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې پر خپل خاوند په دې سبب عریضه کړې، چې بازار کې ترې هېره شوې وه

یوې میرمنې پر خپل خاوند په دې سبب عریضه کړې، چې بازار کې ترې هېره شوې وه

د تیونس یو اوسیدونکې، چې خپله میرمن یې په بازار کې هېره کړې او خپله ترې دفتر ته تللی و، ګرانه تمامه شوه. ځکه چې میرمن پر خلاف د پولیسو حوزې ته لاړه.

د رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د یاد شخص میرمنې پولیسو ته عاریضه شوې او هلته یې شکایت کړی، چې خاوند یې په بازار کې پرېښې وه او هغه ترې دفتر ته لاړ شوی او هغه تر څو ساعتونو پورې په سړک ولاړه وه.

پولیسو د میرمنې خاوند حوزې ته ورغوښتی او هغه ورته ویلي چې میرمن یې د سودا اخیستلو لپاره بازار ته تللې وه، چې ډېر زیات وخت یې ونېو، په دې دوران کې ترافیکي پولیسو ورته وویل چې موټر باید لېرې کړي.

هغه زیاته کړې، چې پولیس راته وویل چې موټر دې له دې ځایه لېرې کړ او ماهم موټر لږ وړاندې په پارکینګ کې ودراوه او هلته کافي شاپ کې کېناستم ترڅو وخت تېر کړم، چې دا وخت د دفتر مشر راته زنګ وواهه او په خبرو کې رانه هېر شول چې میرمن مې په مارکیټ کې ده.

پولیسو د خاوند له خبرو وروسته د هغه میرمنې ته قناعت کړی او هغې هم خپله عریضه اخیستې. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو د میرمنې ملاتړ کړی او ځینو ویلي چې هغې باید عریضه نه وه کړې.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …