کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د تیلیګرام ځانګړی فیچر؛ لېږل شوی پیغام هم ایډیټ کوي

د تیلیګرام ځانګړی فیچر؛ لېږل شوی پیغام هم ایډیټ کوي

ټولې هغه رسنۍ او موبایل اپلیکیشنونه چې د پیغام رسونې لپاره جوړ شوي، یو یې هم دا ځانګړنه نه لري چې لېږل شوی پیغام دې ایډیټ کړي او بدلون دې پکې راوستل شي، خو ټیلیګرام بیا دا ستونزه حل کړه.

ټیلیګرام چې د پیغام رسونې د ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ سره د سیالۍ ډګر ته راوتلی او د یو متبادل اپلیکیشن په ډول یې پېژندل کېږي، هر وخت د ځان ثابتولو لپاره نوې ځانګړنې رامنځته کوي.

اوس په دې لړ کې ټیلیګرام ځانګړی ګام پورته کړی او یو داسې ځانګړنه یې رامنځته کړې چې بل هیڅ اپلیکیشن یې نه لري.

که چېرته له کوم کاروونکي له لورې کوم چاته غلط پیغام ولېږل شي او هغې کې املایي تېروتنې وي، نو له مجبورۍ به هغه ډیلیټوې او له سره به یې بیا استوې، خو ټیلیګرام مو نور دومره نه په عذابوي او په ایډیټ کولو سره مو ستونزه حل کړئ.

د ټیلیګرام هغه کاروونکي چې له هغوی غلط پیغام لېږل شوي وي او املایي تېروتنې لري، هغوی دې په چیټ باکس کلیک وکړي، هغه به د ایډیټ پر اپشن کلیک وکړي او خپل پیغام کې دې تېروتنې اصلاح کړي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …