کورپاڼه / جالب / هغه ناوې چې د واده په تالار کې راولوېدلې وه، اوس یې پر هوټل واله قضیه ثبت کړې

هغه ناوې چې د واده په تالار کې راولوېدلې وه، اوس یې پر هوټل واله قضیه ثبت کړې

په بریتانیې کې یوه ناوې د واده په ورځ پر سټیج راولوېده، چې بیا یې هډوکی مات شو، اوس هغې ناوې د تالار د خاوند پر خلاف قضیه کړې.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې په بریتانیه کې یوه ناوې د واده په تالار کې پر شېندل شوو مشروباتو د خوییدو په سبب ولوېده چې بیا یې د څنګلې هډوکی مات شو.

د کیرا ډونوون په نوم دغه ناوې، چې یوه ښوونکې ده، په قضیه کې ادعا کړې ده، چې د هوټل واله د نڅا د میدان پر شاوخوا مشروبات ایښي ول او دا کار یې ځکه کړی و ترڅو میلمانه یې وڅښي.

د یادولو وړ ده، چې د ناوې د لوېدو او ټپي کېدو پېښه په ۲۰۱۸ کال واقع شوې وه، چې بیا کیرا نومې ناوې درې عملیاتونه وکړل، خو ګټه یې ونه کړه او دنده یې هم له لاسه ورکړه.

خو اوس هغې، چې درې کاله یې د واده او پېښې تېر شوي، محکمې ته مراجعه کړې او هلته یې د هوټل خاوند پر خلاف د بې عزته کېدو قضیه ثبت کړې او ۱۵۰ زره پونډو جریمې غوښتنه کړې

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …