کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان د حج او عمرې لپاره شرطونه اعلان کړل

سعودي عربستان د حج او عمرې لپاره شرطونه اعلان کړل

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت تېره ورځ ناوخته یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې هغه شرایط اعلان شوي چې عمره کوونکو ته اجازه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوي ډول کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یوازې هغو کسانو ته، چې د کورونا ویروس دوه ډوزه واکسین یې کړي وي، د عمرې او حج ترسره کېدو لپاره اجازه ورکوي.

یاد وزارت زیاته کړې ده، له نن څخه وروسته هغه کسان به په مسجدالحرام او نبوي جومات کې د عبادت او لمونځ کولو اجازه ولري، چې دواړه ډوزه واکسین یې کړي وي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت په یاده خبرپاڼه کې دا هم ویلي دي، چې په سعودي عربستان کې د کورونا د مخنیوي لپاره جدي او اړین تدابیر نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده د کورونا ویروس اوسمهال په ټوله نړۍ کې تر څلور میلیونه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …