کورپاڼه / جالب / روسي ریپنزل له درویشت کلونو راهیسې ویښته نه دې پرې کړي

روسي ریپنزل له درویشت کلونو راهیسې ویښته نه دې پرې کړي

د روسې یوې اته ویشت کلنې نرسې له درویشت کلونو راهیسې ویښته نه دي پرې کړي او خلک یې اوږدو ویښتانو ته په کتو د روسي رپینزل په نوم سره یادوي.

پر ټولنیزو رسنیو د انجیلیکا بارانووا نومي نرسې د اوږدو ویښتانو عکسونه لاس په لاس شوي او په عکسونو کې لېدل کېږي چې ویښته یې تر پښو پورې اوږده وي.

د انجیلیکا بارانووا په اړه ویل کېږي، کله چې هغه د پنځو کلونو په عمر وه، نو له هغې وروسته هیڅکله ویښته نه دي پرې کړي. راپور زیاتوي چې نه انجیلیکا او نه یې والدینو د ویښتانو اوږدېدو لپاره کوم پلان درلوده، بلکې د وخت په تېرېدو یې دغه کارنامه ترسره کړې.

نوموړې د خپل ځان په اړه ویلي دي، چې هغه د خپلو ویښتانو دومره ساتنه نه کوي او د عامو خلکو په څېر شامپو استعمالوي او په ډېر احتیاط سره یې ږمنځوي.

هغې زیاته کړې چې له دومره اوږدو ویښتو سره کله ناکله ورته تګ ستونزمن حتی ناممکن شي. خلک د هغې ویښتو ته په کتو د افسانوي کردار ریپنزل نوم اخلي او روسي ریپنزل یې بولي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …