کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سریلانکا غوره لیګ ته نهو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د سریلانکا غوره لیګ ته نهو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د سریلانکا کرکټ بورډ له لورې د لینکا غوره لیګ سیالیو د دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د نوملیکنې نېټه د اکتوبر په ۵مه پای ته ورسېده، چې ۶۷۷ لوبغاړو ورته نوملیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې سریلانکا د اېل پي اېل سیالۍ، چې په لومړي پړاو سیالیو کې یې د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، د دسمبر له ۴مې نيټې به پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه لیګ په جولایۍ او اګست میاشت کې ترسره کېده، خو د پي ایس اېل، کی پي اېل او د سل بالیز لیګ سیالیو ترڅنګ د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ په سبب وځنډول شو.

سږ کال د دویم سیالیو لپاره د ۶۷۷ لوبغاړو کې ځینو افغان لوبغاړو هم نوملیکنه کړې، چې شمېر نهو ته رسېږي او د روانې میاشتې په ۲۹مه نېټه به یې د ډرافټ مراسم ترسره شي.

هغه افغان لوبغاړي چې لینکا غوره لیګ ته یې نوملیکنه کې دادي: اصغر افغان،محمد شهزاد،نجیب الله ځدراڼ،نوین الحق،عثمان غني،رحمان الله ګربز،حضرت الله ځاځي،نوین الحق او قیس احمد.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …