کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په موبایل کې د (Airplane mode) فیچر ولې جوړ شوی؟

په موبایل کې د (Airplane mode) فیچر ولې جوړ شوی؟

په اوسني وخت کې خو د ځیرک موبایلونو استعمال عام شوی او هر څوک یې له ځانګړو فیچرونو څخه ګټه اخلي او ترڅنګ یې هره ورځ په ټیکنالوژۍ کې د بدلونونو په سبب آسانۍ رامنځته کېږي.

خو اوس هم ډېر شمېر داسې کسان شته چې هغوی په دې نه پوهېږي چې په موبایل د الوتکې (Airplane mode) اپشن ولې جوړ شوی؟

په موبایل کې د الوتکې اپشن ځکه جوړ شوی، کله چې ووهل شي او آن کړل شي نو په موبایل کې سیمکارت کار نه کوي او اړیکې یې پرې کېږي او په الوتکه کې یې د آن کولو لارښوونه کېږي.

په الوتکه کې یې ځکه د آن کولو لارښوونه کېږي، ترڅو له کوم نږدې او ځمکني ټاور څخه سګنلې یا څپې راکش نه کړي، ځکه کله چې موبایل د سګنلونو د راکشولو هڅه کوي، نو په الوتکه کې د موجود پیلوټ له کنترول خونې سره اړیکه پرې کېږي.

ویل کېږي چې د پیلوټ د اړیکې پرې کېدو لامل لوړه فریکونسي او تېز سرعت دی، د همدې لپاره دغه فیچر رامنځته شوی چې موبایل استعمالولی شئ خو سیمکارت به کار نه کوي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …