کورپاڼه / روغتيا / له خوراک وروسته دا ځانګړی چای وڅښئ او د معدې ستونزې حل کړئ

له خوراک وروسته دا ځانګړی چای وڅښئ او د معدې ستونزې حل کړئ

له ځینې کسان له خوراک وروسته د خېټې د پړسوپ او ګیس دومره شکایتونه لري، چې بیا یې په سبب داسې احساس کوي چې وزن یې په ناڅاپي ډول ډېر شوی.

په حقیقت کې په خوراکي توکو کې داسې عناصر موجود وي، چې له کیمیاوي غبرګون وروسته د بدن لپاره غوره نه وي او تکلیف پیدا کوي. ددې لیکنې په لوستو وکولی شئ چې خپله ستونزه هواره کړي.

نن درته د یو داسې چای په اړه معلومات درکوو، که چېرته له خوراک وروسته وخوړل شي نو د بدهضمۍ او ګیس ستونزې تر ډېره هواروي.

ددې لپاره یوه کاچوغه سپیرکۍ، یوه کاچوغه زڼکۍ او یوه کاچوغه بادیان په یو لیتر اوبو کې وایشوئ او تر اووه دقیقو پورې یې په کمزوري او پاخه کړئ او له هغې وروسته یې چاڼ او و یې څښئ او پاتې شوی چای بیا ګرم او استعمال کړئ.

دا یو داسې چای دی چې هیڅ جانبي عوارض نلري خو ځینې کسان له بېلابېلو شیانو سره حساسیت لري نو د هر شي له استعمال وړاندې باید له ډاکتر سره مشوره وکړو.

دا هم ولولئ

د یوه حیوان ګرده په بریالیتوب سره د انسان بدن ته پیوندکاري شوه

له ډېر پخوا راهیسې چې د طب په برخه کې کومې تجربې کېږي یا واکسین …