کورپاڼه / خبرونه / ((د سوک وهنې هېڅ لوبغاړی یا غړی له هېواده نه دی وتلی))

((د سوک وهنې هېڅ لوبغاړی یا غړی له هېواده نه دی وتلی))

د افغانستان ملي المپیک ادارې مشر نظرمحمد مط.مین ویلي دي، چې د سوک وهنې هیڅ لوبغاړی له هېواده نه دی وتلی، ټول همدلته دي او تمرینات ترسره کوي.

مط.مین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:((ښه خبره داده چي د بکسنګ فدراسيون هيڅ قهرمان او کوم غړی له هيواده نه دي وتلي. د سوک وهوونکو (بکسنګ) د کابل ۸ زونو ترمنځ نن مسابقې پیل شوي.))

هغه زیاته کړې ده:(( ياد فدراسيون په ټول افغانستان کې ۲۵ زړه ځوان سوک وهونکي لري. ورزش د صحت لپاره اړين وګڼئ.))

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر نظام له پرځېدو وروسته د هېواد یو شمېر کدرونو او ورزشکارانو له دې وېرې بهر ته مهاجر شول، چې ګواکې نور به دلته لوبو ته وخت نه ورکول کېږي.

خو بله خوا بیا چارواکي وایي چې دوی د ورزش برخې ته پوره پام کوي او د هرې لوبې لوبغاړي دې په هېواد کې پاتې شي او د تېر په څېر دې هېواد ته ویاړونه راوړي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …