کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نړیواله شورا: افغانستان لوبډله به په نړیوال جام کې په عادي ډول ولوبېږي

د کرکټ نړیواله شورا: افغانستان لوبډله به په نړیوال جام کې په عادي ډول ولوبېږي

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) سرپرست اجراییوي رییس جیوف الراډیس ویلي، چې افغانستان د بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد دی او په نړیوال شل اوریز جام کې به په عادي ډول لوبېږي.

د یسپین کریکنپو د راپور پر اساس، جیوف الراډیس ویلي، کله چې په اګست کې پر کابل نوی حکومت حاکم شو، نو د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ سره په اړیکه کې وه، ترڅو هلته د کرکټ وده روانه اوسي.

نوموړي ویلي:((کله چې د افغانستان نظام بدل شو نو موږ له افغان کرکټ بورډ سره اړیکه کې و. زموږ دنده همدا ده چې په دې هیواد کې د خپل غړي بورډ په مرسته کرکټ ته پرمختګ ورکړو.))

الراډيس زیاته کړې ده:((موږ په تمه یو چې هلته د وخت په تېرېدو سره د نوي نظام سره څه پېښېږي. موږ هر څه څارو او په راتلونکې غونډه کې، چې له نړیوال جام وروسته کیږي، په دې تړاو خبرې کوو.))

افغان لوبډله به په نړیوال جام د یو بشپړ غړیتوب لرونکې هېواد په څېر په عادي ډول برخه واخلي او سرپرست اجراییوي رییس نړیوال جام ته د منظمو تیاریو خبر ورکوي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …