کورپاڼه / د لوبو راپورونه / عربي اماراتو د ایرلېنډ لوبډلې ته په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

عربي اماراتو د ایرلېنډ لوبډلې ته په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د متحده عربي اماراتو او ایرلېنډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په دریمه لوبه کې عربي اماراتو لوبډلې میلمه ایرلېنډ ته په ماتې ورکولو لوبلړۍ پخپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د عربي اماراتو په کوربتوب په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ کې ترسره شوه، د لوبې پچه عربي اماراتو وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. ایرلېنډ په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو اماراتو د ۱۳۵ منډو هدف کېښود.

د ایرلېنډ لپاره په توپ وهنه کې پال سټرلینګ ۴۰ او کیون اوبراین ۵۴ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. دغه راز د اماراتو لپاره روښان مصطفی ښه توپ اچونه کړه او درې ویکټې یې ترلاسه کړې.

د عربي اماراتو لوبډلې وشو کړای چې یاد هدف په ۱۶.۱ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړې او له کوربه لوبډلې ته یې په لوبلړۍ د ۲-۱ پر وړاندې ماتې ورکړه.

د اماراتو لپاره محمد وسیم ۱۰۷ ناسوځېدلې ترټولو زیاتې منډې وکړې. د ایرلېنډ لپاره کریګ یانګ ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …