کورپاڼه / بېلا بېل / هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو لاسبري کوي او داسې نور ډېر روایتونه او دودونه هم شته چې هغه نه پرېږدي د چا عزت نفس ته زیان ورسوي.

زموږ په ټولنه کې خلک نورو ته په کتو د ځان لپاره هم هماغه ډول هیلې او غوښتنې ټاکي. که چېرته د تره زوی یا کوم بل څوک په کوم ښه پوهنځي کې وي نو والدین هم خپلو اولادونو ته پیغور ورکوي چې فلانی ډاکتر شو او هماغسې پاتې یې، چې دغه ډول چلند پر ماشومانو او ځوانانو ناوړه اغېزې کوي.

دغه راز په کورونو کې دا خبرې هم کېږي، چې د مور د پښو لاندې جنت وي خو اوس ټولنیز او کلتوري بدلونونه راغلي او نوې اغېزې یې ښیندلي خو زموږ په کورونو کې اوس هم میندې خپلو ماشومانو ته وایي که مستې را نه وړې زه پسې خپله ځم، چې دا ډول چلند د هغوی د شخصیت په وده کې ښه نه تمامېږي.

بل لوري ته کله چې په کورونو کې ماشومان شیطاني کوي یا داسې حرکت کوي چې هغه د ټولنې لپاره د منلو وړ نه وي نو په دې وخت کې هغوی سخت رټل کېږي، چې بیا د هغوی پر شخصیت منفي اغېزې کوي او عزت نفس ته یې ځان رسوي.

یوه بله غلطه او منفي خبره دا هم ده کله چې کلیوالي ټولنه کې کومه کورنۍ چېرته واده ته ځي، نو هلته خپل پلیټ له ترکارۍ دومره ډکوي چې بیا خواړه ضایع کوي او د نیت خرابوي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …