کورپاڼه / بېلا بېل / په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د نښې په ډول خوندي ساتل شوي، چې له هغې جملې د فرعون مومیایي هم ده، چې له زرګونو کلونو راهیسې خوندي ده.

مومیایي کول د لرغون مصر د خلکو ایجاد او دود و او دا کار به یې ځکه کاوه ترڅو د مړ شوي شخص جسد خوندي وي، چې په دې کار کې به له بېلابېلو شیانو څخه کار اخیستل کېده او په تابوت کې به یې بنداوه.

کله به چې یو جسد مومیایي کېده نو پرته له زړه به یې نور ټول شیان ورڅخه ایستل، بیابه پرې مالګه اچوله او تر څلویښت ورځو پورې به یې پرېښوده. کله به چې بدن نمي ختمه کړه نو عطرین تېل به پرې اچول کېده.

بیابه مومیایي د لرګي پر یوه تخته ایښودل کېده او بیابه یې یو ډول حیرانوونکی لرګی د مومیایي پر سینه ایښوده چې دا به مذهبي نښه وه او له فرعون سره به یې یوه مرغۍ هم ایښوده چې موخه یې ترې دا وه چې فرعون خدای ته نږدې دی.

بیابه یې کتان راخیسته او له مومیایي به یې تاوولو، بیابه یې په سور رنګ سره رنګاوه. دا سور رنګ هم پر مومیایي لږ استعمالېده. دغه راز په مصر کې داسې عکسونه هم شته چې د هغې ساتنه به یې کوله.

دا هم ولولئ

د سولې په برخه کې د نوبل جایزه دوو خبریالانو ته ورکړل شوه

د ناروې د نوبل ادارې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل جایزه روسي …