کورپاڼه / جالب / د اکټوپس په اړه یو څو په زړه پورې او حیرانوونکې معلومات

د اکټوپس په اړه یو څو په زړه پورې او حیرانوونکې معلومات

د اکټوپس ټول بدن کې د هغه د ذهن حجرې موندل کېږي. دغه حیوان یو له خورا شوخ او پلټونکو حیواناتو څخه دی او دومره خلاق حیوان دی چې وړتیاوې او خویونه به مو حیران کړي.

د اکټوپس عصبي سیستم ډېر غټ دی. ویل کېږي چې د یو عام اکټوپس کې ۵۰۰ میلونه عصبي حجرې موندل کېږي او ډېرې حجرې یې بیا په بازوګانو کې وي، چې په مرسته د لمس او ذایقې حس هم کاروي. دغه راز له څېړنو دا هم معلومه شوې چې اکټوپس ته د ساده کارونو روزنه ور کول کېږي او آسانه شیان زده کولی شي.

له څېړنو دا هم معلومه شوې چې اکټوپس یو ډېر شوخ حیوان دی او کله ناکله یو له بل سره مستي کوي او د نیوزیلېنډ په یو لابراتوار کې یو اکټوپس یو معلوم شخص پېژانده او هر وخت به پرې اوبه شېندلې.

لکه څنګه چې مخکې مو ترې یادونه وکړه، چې اکټوپس یو شوخ حیوان دی. دلته دا هم ور اصافه کوو چې دغه حیوان د لوبو سخت مینوال هم دی او د بازوګانو په ښورولو سره یو بل ته ښه راغلاست وایي.

بل لوري دا هم ویل کېږي چې اکټوپس درې زړونه لري او د وینې رنګ یې شین یا نیلي رنګه دی او ترڅنګ یې دغه حیوان خپل رنګ ته تغیر هم ورکولی شي او د ځان خوندي ساتلو لپاره له ډېرو چلونه کار اخلي.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …