کورپاڼه / روغتيا / د وزن کمولو ترټولو آسانه او ساده طریقه

د وزن کمولو ترټولو آسانه او ساده طریقه

ډېر شمېر خلک کله چې له چاغوالي سره مخ شي، نو داسې تېروتنې وکړي چې د غذایي رژیم او درملو په استعمال سره خپلې روغتیا ته زیان ورسوي او له بېلابېلو ناروغیو سره مخ شي او د وزن کمول یې یو بې تعبیره خوب وګرځي.

په دوی کې ځینې کسان داسې هم وي چې د ټولو هڅو سربېره بیاهم د وزن کمولو کې پاتې راځي. نو دا ډول کسانو ته یوه داسې نسخه ښیو چې چې نه یوازې جانبي عوارض نه لري بلکې وزن هم کمولی شي.

د وزن کمولو لپاره به مو د ملنګا د تخم یا دانې په اړه ښایي څه نه وي اورېدلي، خو باید ووایم چې د ملنګا دانې نه یوازې د هضم ستونزې هواروي، بلکې د بدن اضافي وازده هم اوبه کوي او د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

ملنګا په خپل جوړښت کې پروټین لري او پروټین د انسان بدن او روغتیا لپاره اړین وي. روغتیایي کارپوهان وایي چې په دوه کاچوغو ملنګا کې ۷-۴ ګرامو پورې پروټین وي، چې د لوږې عمل کمزوری کوي او اشتها کموي.

د وزن کمولو لپاره یوه کاچوغه د ملنګا تخم یا دانې په لږه اندازه ساده اوبو کې تر یو ساعت پورې واچوئ، کله چې اوبه جذب کړي نو د جیل غوندې شي، بیا پکې یوه نیمه پیاله اوبه واچوئ او یو لېمو ور وزبېښئ او هر سهار یې په نهاره وڅښئ.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …