کورپاڼه / خبرونه / د نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې وروستی سکواډ اعلان کړ

د نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې وروستی سکواډ اعلان کړ

د نړیوال شل اوریز جام لپاره افغان لوبډلې خپله وروستی او نهایي سکواډ هم اعلان کړ، چې پنځلس لوبغاړي یې د اصلي لوبډلې برخه دي او څلور یې بیا احتیاطي اعلان شوي دي.

د افغان لوبډلې په اعلان شوي سکواډ کې شهزاد محمدي، حضرت ځاځی، عثمان غني، رحمن الله ګربز، حشمت شهیدي، اصغر افغان، نجيب ځدراڼ، محمدنبي، ګلبدين نايب، کريم جنت، راشد خان، مجيب الرحمن، نوين الحق، حمید حسن او فريد ملک شامل دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې دولت ځدران، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری او فضل فاروقي شامل دي او دوی په هغه صورت کې لوبډلې سره یوځای کېدلی شي، کله چې کوم لوبغاړی ټپي شي یا د لوبو کولو وړ نه وي.

نړیوال شل اوریز جام، چې د روانې اکتوبر میاشتې په اوولسمه نېټه پیل کېږي، هند یې کوربتوب کوي خو په یاد هېواد کې د کرونا په سبب دغه لوبې عمان او عربي اماراتو ته انتقال شوی.

دغه جام به په دوو پړاوونو کې ترسره شي، چې له لومړي پړاو به یې څلور لوبډلې اتو غوره لوبډلو ته لار ومومي او هلته به په دوو ګروپونو کې ولوبېږي، چې افغان لوبډله به لومړنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …