کورپاڼه / روغتيا / ولې باید هره ورځ مستې وخورو؟

ولې باید هره ورځ مستې وخورو؟

مستې یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه دي، چې غټ او واړه یې یو ډول خوښوي او د غوره غذایي توکو او ویټامینونو په درلودلو سره یوه بشپړه غذا ده، چې د مجموعي روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې هم مهم رول لوبوي.

د ټولۍ نړۍ د خوراکي توکو کارپوهان دا خبره بیا-بیا ځلې کوي چې په ورځني ډول د مستو خوړل اړین وي، خو پوښتنه داده چې ولې د مستو خوړل اړین وي؟

مستې د کلسیم د ترلاسه کولو یوه مهمه ذریعه ده، چې هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي او د ځواکمنېدو سبب یې کېږي، دغه راز کولمې له بکتریاوو څخه پاکې ساتي چې په دې سره د هضم سیستم ښه والی مومي.

مستې لیکټیک اسید لري چې د انټي فنګل ځانګړتیا لري چې د سر پخه ختموي، روغتیایي د مستو د خوراک ډېرې لارې چارې ښودلي چې غوره یې له بورې او مېوو سره خوراک دی.

او د شوړمبو له ګټو هو هسې هم خبر یو چې د بدن اوبه او مالګې پوره کوي او که چېرته د زیتونو تېل او شات ورسره ګډ شي او پر مخ ووهل شي نو پوستکي صاف او ښکلی کوي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …