کورپاڼه / کرکټ / په نړیوال شل اوریز جام کې د لومړي ځل لپاره (DRS) سیستم کارول کېږي

په نړیوال شل اوریز جام کې د لومړي ځل لپاره (DRS) سیستم کارول کېږي

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې په نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې به ډي آر ایس (DRS) سیستم یا میتود څخه اخیستل کېږي. یعنې لوبغاړی حق لري چې له لوبڅار څخه د ریویو غوښتنه وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې په شل اوریز نړیوال جام کې له (DRS) سیستم کار اخیستل کېږي، له دې وړاندې په شل اوریزو نړیوالو جامونه کې دغه ډول سیستم شتون نه درلود.

د یادې پرېکړې پر اساس هره لوبډله حق لري، چې یوه پاڼۍ کې دوه ځلې ریویو واخلي. دغه راز په نیمه پایلوبه او پایلوبه کې که چېرته باران وشي یا کومه بله ستونزه رامنځته شي نو لس-لس اوره لوبه به ترسره شي.

یعنې دا پرېکړه به هغه وخت پلي کېږي کله چې د لوبې هیڅ پایله نه وي معلومه او ترڅنګ به یې د پایلوبې او نیمه پایلوبو لپاره اضافي ورځې هم په نظر کې نېول شوي.

د یادولو وړ ده، چې د کرکټ نړیوال شل اوریزه جام به د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۷مې پیل د نومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …