کورپاڼه / کرکټ / انګلستان د ایشیز لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

انګلستان د ایشیز لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د اسټرالیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ له ډېر پخوا څخه د ایشیز په نوم ټیسټ لوبلړۍ ترسره کېږي، چې سږ کال به دغه سیالۍ د استرالیا په کوربتوب د راتلونکې دسمبر په میاشت کې پیل شي.

ایشیز سیالۍ نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې سیالۍ دي، بلکې نورو هېوادونو د کرکټ مینه والو لپاره هم دا ډېره په زړه پورې سیالۍ دي او نندارې ته انتظار باسي.

دا پنځه ټېسټ لوبې به د دسمبر په ۸مه نېټه پیل شي او بیا به د جنورۍ تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د روان کال په پای کې به پیل او د راتلونکي کال په پیل کې به پای ته ورسېږي.

که څه هم ځینو انګلستاني لوبغاړو استرالیا ته له تګ سره مخالفت ښودلی و او ویلي ول چې په یاد هېواد کې د کرونا څخه د خوندیتوب شرایط سخت دی او انګلستاني لوبغاړي له دا ډول شرایطو ستړي دي.

خو اوس د یادو سیالیو لپاره انګلستان لوبډله اعلان کړه، چې جو روټ، جاني بيرسټو، جاس بټلر، راري بړنز، ډم بيس، زک کراولي، حسيب حميد، جيمز انډرسن، سټيورټ براډ، ډن ليورينس، جک ليچ، ډيويډ ملان، کريګ اورټن، اولي پاپ، اولي ربينسون، کريس ووکس او مارک ووډ یې برخه دي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …