کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نمیبیا په یواځینۍ شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه

نمیبیا په یواځینۍ شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه

د پاپو نیوګیني او نمیبیا لوبډلو ترمنځ په یواځینۍ شل اوریزه لوبه کې د نمیبیا لوبډلې په ۱۴ منډو بریا ترلاسه کړن.

دغه لوبه چې د عربي اماراتو په کوربتوب په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ کې ترسره شوه، د لوبې پچه نمیبیا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. پاپو نیوګیني په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو اماراتو د ۱۷۵ منډو هدف کېښود.

د نمیبیا لپاره په توپ وهنه کې کریګ ویلیمس ۵۷ او جی جی سمیت ۴۸ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. دغه راز د پاپو نیوګیني لپاره اسد والا او نوسینا پوکانا ښه توپ اچونه کړه او دوه-دوه ویکټې یې ترلاسه کړې.

د پاپو نیوګیني لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۰ منډې وکړې او په ۱۴ منډو یې ماتې وخوړه.

د پاپو نیوګیني لپاره تونی اوریا ۶۹ او سیمون اتایي ۲۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د نمیبیا لپاره جی جی سمیت ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …