کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره مالي جایزې اعلان کړې

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره مالي جایزې اعلان کړې

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره مالي جایزې اعلان کړې. یادې ادارې ویلي چې اتلې لوبډلې ته به ۱.۶ میلونه ډالر، پایلوبه کې ماتې شوې لوبډلې ۸۰۰ زره او په نیمه پایلوله کې ماتې خوړونکو لوبډلو ته ۴۰۰-۴۰۰ زره ډالر جایزه ورکوي.

دغه راز په ګروپونو کې د لوبې ګټلو جایزې بیا بېلې وي. لکه څنګه چې په سوپر (۱۲) پړاو لوبې په دوو ګرپونو ترسره کېږي او ټولې ۳۰ لوبې به ترسره شي، نو د هرې لوبې ګټونکې لوبډلې ته به ۴۰ زره ډالر جایزه ورکوي.

بل لوري ته هغه لوبډلې چې لومړي پړاو څخه سوپر (۱۲) پړاو ته لار نه وي موندلې او پاتې شوي وي هغوی ته ۷۰-۷۰ زره ډالر جایزه ورکول کېږي، چې په مجموعي ډول ۵.۶ میلونه ډالره کېږي او دا به شپاړس لوبډلو ته ورکول کېږي.

په لومړي پړاو کې اته لوبډلې برخه لري، چې په دې کې به بنګله دېش، ایرلېنډ، نمیبیا، هالېنډ، عمان، پاپو نیوګیني، سکاټلینډ او سریلانکا شاملې دي او څلور لوبډلې به ترې سوپر (۱۲) پړاو ته لار مومي.

په سوپر (۱۲) کې له وړاندې د افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، هند، نیوزیلېنډ، پاکستان، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلې ځای لري.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …