کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډهلي کپیټلز د چینای سوپر کینګز لپاره د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه

ډهلي کپیټلز د چینای سوپر کینګز لپاره د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه

د ډهلي کپیټلز لوبډلې د پریتي شو، ریشب پنټ او شیمرن هیټمایر د ښې توپ وهنې پرمټ د چینای سوپر کینګز لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل اوله کوالیفای لوبه د چینای سوپر کینګز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او چینای د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې پریتي شو ۶۰، شیمرن هیټمایر ۳۷ او ریشب پنټ ۵۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای سوپر کینګز له لورې له لورې په توپ اچونه کې جوش هیزلیووډ دوه، رویندرا جدیجا، معین علي او ډیوین براوو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړه که چېرته له دواړو لوبډلو کومه لوبډله بریا ترلاسه کوي نو هغه به نېغه پایلوبې ته ځي او پاتې لوبډله به دویم کوالیفای کوي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …